Pashto Poetry Ghazal 2 | Sahib Shah Sabir | Takal (تکل) book | Sad shayari | پشتو شاعری |
Pashto sad shayari ghazal of Dr. Sahib Shah Sabir that is taken from first Pashto poetry book named Takal (تکل). Enjoy this beautiful new Pashto ghazal in pashto text writing here on my page. If you want to read this pashto poetry in english text with picture (in roman pashto) click here to visit the post. Also click here to other pashto poetry on my blog
دَ درد په دار مې دا کاکل خبرې هیرې نه دي
ما نه په غم کې دَ غزل خبرې هېرې نه دي
خور شوے ذهن مې راغونډ نه شو په هيس خبره
چې مې دَ هغه خور اوربل خبرې هېرې نه دي
په هر تکل بېخوده هره اندېخنه مې خوب شي
زما دَ سر ستا د څنګل خبرې هېرې نه دي
څه که زما ویران نظر یې هېراني زیاته کړه
دَ هغه سترګو دَ توکل خبرې هیرې نه دي
بیا مې په بل قسم په بله وعده مه تېرباسه
ما نه وړومبۍ وعده اول خبرې هېرې نه دي
خلکو دَ زمکې څه دَ ستورو اقتدار واخيستو
پښتنو ستاسو دَ ازل خبرې هېرې نه دي
یارانو هغسې صابر یم دَ اخلاص او وفا
لا خو مې ستاسو دَ محفل خبرې هېرې نه دي
Related Tags:
Pashto sad poetry in pashto writing
pashto inqilabi poetry
sahib shah sabir poetry
pashto poetry hub
pashto ghazal
shayari
پشتو شاعری
Rahman Baba poetry
Munir jan buneri poetry
takal (تکل)
ghani khan shayari
رحمان بابا