په افغانستان کې د ښځو د زده کړې (تعلیم) له پاره اسلامي وجیبه
بسم الله الرحمن الرحيم
والصلاة والسلام على جميع الأنبياء معلمي البشر إلى خاتمهم محمد
د لوی، مهربان او بښونکي الله تعالی په نامه
سلام او درود دې وي پر رسولانو(علیهم السلام)، د بشر ښوونکو او پر وروستي پیغمبر محمد ﷺ
د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې، چې د بهرني نفوذ پر وړاندې د جګړې او له مخکیني نظام سره د سیاسي تفاهم نه بریالي کېډو پایله وه، دا نظریه چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي یو داسې دولت چې اسلامي سیستم باندې جوړ وي پیاده کړي، دا شرایط برابر کړي چې د یوه اسلامي دولت د حکومتولۍ په اړه د مسلمانو پوهانو، سیاستوالو، اکادمیکو شخصیتونو او متخصصینو ترمنځ د اسلام پر اساسي پالیسیو او ارزښتونو باندې بحث ترسره شي.
د بېلابېلو موضوعاتو په اړه چې ټول اړخونه په کې راتلی شي، خبرې روانې دي. داسې خبرې تر بحث لاندې دي چې د ټولنې او حکومتولۍ ټول اړخونه رانغاړي. پکار ده چې په دې برخه کې لا ډېر بحثونه او محاورې ترسره شي. په پالیسۍ کې جزئیات او د قانون اجرا کول یوازې د حکومتولۍ یو اړخ دی، په داسې حال کې چې د ټولنې له ټولنیز جوړښت سره سازېدونکي موارد بل اړخ گڼل کېږي. له دغو جدي بحثونو څخه یو مهم بحث په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او زده کړې موضوع ده. په (۹۰مه) لسیزه کې د طالبانو مخینې او اوسنیو پېچلیو حالاتو او پالیسیو ته په کتو سره، چې د تعلیم په اړه بیانېږي او پر هغه درسي نظام باندې د بهرنیو ارزښتونو د اغېز له ډاره چې د اسلامي ارزښتونو منعکس کوونکی وي، دا ډېره مهمه ده چې د ښځو د تعلیم په اړه اسلامي نظر واضح شي، تر څو دغه بحثونو وکولای شي پرمختگ رامنځته کړي.
د تعلیم او علم په اړه د اسلام نظر، له شک پرته د اسلامي ایمان یو له اساساتو څخه گڼل کېږي. بشر ته د الله تعالی له وحیې څخه اصلي هدف د علم له روښنايۍ سره د جهالت د تیارو ختمول و.
[الٓر ۚ كِتٰبٌ أَنزَلْنٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلٰى صِرٰطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ]
ژباړه:
الف، لام، را. [اې پېغمبره (ﷺ)!] دا (قُرآن) يو كتاب دى چي پر تا مو ددې لپاره نازل کړی دی چې خلك له تروږمېو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغو د رب په توفيق سره، د هغه خداى لارې ته چې زورور او په خپل ذات کې په خپله ستايل شوی دى. { سورة ابراهیم: ۱}
د وحیې بنسټ د آدم، نوح، ابراهیم، موسی، عیسی(علیهم السلام) او محمد ﷺ له خوا له علم سره یو ځای ایښودل شوی دی. د قرآن لومړنۍ وحی د لوستلو او قرائت په موخه یو لارښود و د هغې عربي ټولنې له پاره چې په بې سوادۍ کې یې ژوند کاوه.
[اقْرَأ بِاسْمِ رَ بكِ الذِّي خَلَقَ — خَلَقَ الِانسَانَ مِنْ عَلَقٍ — اقْرَأ وَرَبكَّ الْأكْرَمُ — الذِّي عَلَّمَ بِالْقلَمِ — عَلمَّ الِانسَانَ مَا لمْ یَعْلمْ]
ژباړه:
ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم) ولوله د خپل رب په نامه چې هغه (ټول مخلوقات) پیدا کړي دي. د کلکې شوې وینې له یوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ. ولوله او ستا رب ډېر مهربان دی. چې هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم ور وښود. انسان ته یې هغه علم ورکړ چې هغه پرې نه پوهېده. { سورة علق : ۱ — ۵}
د تاریخ له راویانو څخه رانقل شوې ده، چې مشهور صحابي او د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه یو له هغو ۱۷ تنو څخه و چې په ټوله مکه کې یې لیک او لوست زده وو. نو اسلام راغی چې سواد راولي او سواد په حقیقت کې تر ټولو اساسي اصل دی چې د ښځې او نر د تعلیم له پاره لاره پرانیزي.
رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي: د علم زده کړه پر هر مسلمان واجب ده. په بل ځای کې وايي: « د علم زده کړه پر هر نارینه او ښځینه واجب ده. رواه مسلم» امام نووي رحمه الله وايي: «ان که د حدیث دغه برخه ضعیفه هم وي، خو بیا یې هم مانا سمه ده.»
دا سمه ده، چې په پورتني حدیث کې لومړی هغو علومو ته اشاره شوې چې انسان الله ته نژدې کوي. همداراز د ژوند د ټولو اړخونو او برخو په اړه د دین پر هدایاتو مشتمل دی. خو د دغه حدیث مانا یوازې تر همدغو دستوراتو پورې مقیده نه ده، بلکې ټول علوم په بر کې نیسي. پوهان نه یوازې دا چې د علم پر بېلابېلو برخو په جلا ـ جلا ډول غږېدلي او بحث یې پرې کړی دی، هغوی همداراز په ساینسي، ریاضي، شعر او هنر، ادبیاتو او نورو علومو کې هم گډون کړی او فعالیت یې ترسره کړی دی. مسلمان متفکرین؛ لکه ابن رشد، ابن سینا، ابن جوزي، ابن تیمیه، النانوتوي( په هند کې د دیوبند بنسټگر)، د اوسني عصر پوهان او نور بې حسابه علماء یوازې په دې برخه کې د خپل تخصص له امله پېژندل کېږي او مشهور شوي دي. د پېړیو په ترڅ کې مسلمانانو تل د علم په بېلابېلو برخو کې پرمختگ کړی دی.
په دې اړه چې اسلام څنگه په اروپا کې د اسلامي علومو سرچینه وه او د رنسانس په برخه کې یې څه رول لاره، «جورج صلیبا» په خپل کتاب(د ساینسي علومو د کشفیاتو او نووښت پيل او د علم ټولې هغې برخې چې اروپا او نړۍ کې یې بدلون راوستلی دی) کې داسې استدلال کوي. اسلام د تعلیم او زده کړې پلوی دی او د اسلامي دولت له اساساتو څخه یو دا و چې په جوماتونو کې تعلیمي او زده کړه ییز سیستمونه رامنځته شي، یعنې ښوونځي دې په مساجدو کې جوړ شي، د همدغو هڅو په پایله کې په جوماتونو کې تعلیمي سیستم او له مسجدونو څخه بهر په ودانیو کې د تعلیمي سیستم له پاره هڅې رسمي شوې. نه یوازې دا چې اسلامي مضامین به په دغو مرکزونو کې (چې له جوماتونو سره تړلي وو) تدریس کېدل؛ بلکې د علم او ساینس ټولې برخې په دغو مرکزونو کې [چې په اروپا کې به دین او ساینس یو د بل ضد گڼل کېدل] درس ورکول کېدل. صلیبا وړاندې لیکي، د اسلام دین د ساینسي پلټنو او تحقیقونو پلوی دی، له همدې امله مسلمانان د خپل ایمان او طبیعي قوانینو ترمنځ جدي تناقض نه لري او د مسلمان له پاره دیني علوم زده کول یا ساینسي — طبیعي علوم ترلاسه کول ستونزه نه ایجادوي. د اسلام علماء وايي چې په جامع ډول ساینسي علوم ترلاسه کول یا زده کول. به له الهي وحیې سره چې طبیعت او کائنات یې هست کړل ټکر نه لري. (نوح آیدین، فانتن مجله)
د ندوي په څېر علماء ( په اسلام او نړۍ کې) او الاطلس ( په اسلام او سیکولاریزم کې) په پراخ ډول بحثونه کړي دي، په دې اړه چې له ښکېلاک او استعمار نه وروسته مسلمانان څنگه بیاځلي په پښو درېدای شي او ژوندې کېدای شي، هغه داسې چې په تعلیمي، تخصصي، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې فعالیت ولري.
په عربي ژبه کې د ابن منظور په قول، «علم» د جهل برعکس باندې هم تعریف شوی دی.
لومړنی بنسټ چې رسول صلی الله علیه وسلم تأسیس کړ؛ هغه «علمي بنسټ» و. مسجد نبوي یوازې روزنیز مرکز نه و؛ بلکې رسول صلی الله علیه وسلم د بیت المدارس په نامه تعلیمي بنسټونو کې هم خلک گومارلي وو.
د رسول صلی الله علیه وسلم دستورات ښکاره کوي، چې تعلیم د خلکو حق او اړتیا ده، چې باید د حکومت له خوا ورته مهیا شي.
د بشري حقونو نړۍواله اسلامي اعلامیه چې د اروپا د اسلامي شورا له خوا نه، د ۱۹۸۱ز د سپټمبر په ۱۹مه چې د ۱۴۰۱س. د ذوالقعدې له ۲۱مې نېټې سره برابر ده، تصویب شوه داسې وايي
د عقیدې، تفکر او بیان حق. ۱۲
ب) د زده کړې تعقیب او د حقیقت پلټنه نه یوازې حق دی؛ بلکې د هر مسلمان تکلیف دی.
له بده مرغه په ټولو تعلیمي او اجتماعي برخو کې د ښځو د ونډې یا د هغوی د اجتماعي نقش په اړه هم مسلمانان او هم غیرمسلمانان ناخبره دي. ښځې د تعلیم او معرفت سرچینې وې، دا خبره له قرآن څخه ښکاري چې د هغو ښځو داستان یې بیان کړی دی چې د بشریت له پاره د نمونې حیثیت لري. د بي بي مریم بنده گي او خدمت، د آسیې صبر او تحمل د حق له پاره، د بلقیس له لوري د عدالت تأمین، د موسی علیه السلام خور او مور چې پر الله تعالی باندې د اعتماد مثالونه وو، د محمد صلی الله علیه وسلم د لورگانو او مېرمنو ذکر چې د اسلامي پوهې سرچینې وې. بي بي خدیجه داسې ښځه وه چې ایمان یې راوړ او د رسول صلی الله علیه وسلم له ملاتړو څخه وه. هغه یوه بریالۍ سوداگره وه چې کله یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم صداقت او امانتداري ولیدله؛ نو د واده وړاندیز یې ورته وکړ. بي بي عایشې او ام سلمې رضي الله تعالی عنهما به په سفرونو او فتوحتو کې له رسول صلی الله علیه وسلم سره ملگرې وې او بیا یې د حجاب او نورو مسایلو په اړه نظرونه وړاندې کړل او مشورې یې وکړې او د اسلامي خلافت مهمې مشاورینې وې. هغوی د اسلام په تاریخ کې مؤرخینې گڼل شوي دي، ځینې صحابیانې خو ان د جنگ په ډگر کې په فزیکي بڼه وجنگېدې، او یوه ښځه خو داسې وه چې د رسول صلی الله علیه وسلم ژوند یې وژغوره، چې ام عماره نصیبه بنت کعب پرې په جسما غزوه کې د برید نیت لاره او ټپی شوی دی.
سربېره پر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په فعال ډول د ښځو مشورو ته ارزښت ورکړ، له مهمو لحظاتو څخه چې د اسلام په تاریخ کې د ښځو په سیاسي دخالت باندې دلالت کوي، هغه د داسې کسانو ترمنځ مشارکت و چې په عقبه کې یې ژمنلیک لاسلیک کړ. د عقبې تعهد یو سیاسي تعهد و چې د مدینې د خلکو له خوا وشو چې له رسول صلی الله علیه وسلم سره یې د مصؤونیت، حفاظت او بیعت مسایل تأمینول. دا د اسلامي حکومت په ایجاد کې یو تاریخي پړاو و. دوه ښځې د دوه اویا نارینه وو په منځ کې وې چې په دغه حیاتي توافق کې له محمد صلی الله علیه وسلم سره متعهد شول. د هغوی نومونه وو: نصیبه بنت کعب او اسماء بنت عمرو. دا یوازې یوه نمونه د نورو سیاسي او وفادارۍ له تعهداتو څخه ده چې په هغو کې رسول صلی الله علیه وسلم نه یوازې دا چې له ښځو نه مشوره غوښته؛ بلکې هغوی په فعال ډول ښکېل وو او د داسې خلکو په توگه حسابېږي چې د ځان د تأسیس له پاره یې سیاسي لومړیتوبونه ومنل..
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ښځو ته سفارش کاوه چې جومات ته لاړې شي او امر یې کړی و چې هېڅ څوک دې د دوی د ننوتلو مخنیوی نه کوي. (رواه بخاري ومسلم). «د الله تعالی بنده گان» دې « مساجد الله ته د مسلمانو ښځو د ورود مخنیوی نه کوي.»
هغه د ښځو زده کړې ته ځانگړې پاملرنه کړې وه تر دې پورې چې د ښځو له پاره یې یو ځانگړی ټولگی تدریساوه تر څو د ښځو له پاره هم د علم طلب مهیا شي، د هغوی شکایتونو ته غوږ کېږدي او پوښتنو ته یې ځوابونه ووایي.
هغه صلی الله علیه وسلم به ښځو ته غوږ کېښود. حضرت عایشه رضي الله تعالی عنها وايي خویله بنت ثعلبه د رسول صلی الله علیه وسلم حضور ته راغله خو ما یې ځينې خبرې واورېدې او ځينې نورې واضحې نه وې. هغې له خپل خاوند نه شکایت کاوه، چې زما ځواني لاړه، ما خپله خېټه ورته څیرې کړه او ډېر اولادونه مې ورته وزېږول چې زړه شوم نه شول مې کولی بچیان راوړم ؛ نو هغه راته وویل: په سختې لهجې سره یې طلاق راکړ. ښځې خپل شکایت وغځاوه چې حضرت جبرئیل وحی راوړه[ په یقین سره چې الله د هغې ښځې خبره واورېده چې تا ته او الله ته ترې شکایت کوي.] حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مهربان شخص و، د ښځو د ستونزو د حل له پاره به یې وخت ټاکه؛ په داسې حال کې چې خپله د دولت رئیس و.
له انس بن مالک رضي الله عنه نه روایت دی چې یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته یې وویل: یا رسول الله زه له تا یوه غوښتنه لرم. رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د فلان مورې! هر واټ ته چې ځې لاړه شه زه همالته درسره کېنم، وروسته هغه ښځه لاړه او یوه واټ کې رسول صلی الله علیه وسلم سره هلته کېناسته تر څو چې رسول صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه حل کړه.[رواه ابوداود)
رسول صلی الله علیه وسلم به ښځې جومات ته وربللې تر څو زده کړه وکړي. هغه به یې کلیو ته ورغی او تعلیم به یې ورکاوه او پوښتنو ته به یې غوږ کېښود. هغوی ته به یې وویل چې له کلیو نه مدینې ته راشي. خپل جومات یې د ښځو په ناستو ډک کړ او پوښتنو ته به یې ځوابونه ویل.
حضرت عایشه رضي الله عنها روایت کوي: یوې ښځې له رسول صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه. چې له میاشتنۍ ناروغۍ نه وروسته څنگه غسل وکړي. د حضرت عایشې رضي الله عنها په وینا، طریقه وروښودل شوه او بیا ورته وویل شول چې د مشکو یا مالوچو په واسطه خپل ځان پاک ساته. هغې ښځې پوښتنه ورنه وکړه: څنگه یې په واسطه ځان پاک کړم؟ رسول صلی الله علیه وسلم وویل: پاکي ده الله لره، ځان پرې پاک کړه. بیا یې وروسته له حیا نه خپله څېره لاندې نیولې وه، عایشه رضي الله عنها وايي: ما هغه ځان طرف ته راکش کړه؛ ځکه چې د رسول صلی الله علیه وسلم په مقصد پوره پوه شوې وم. ( رواه مسلم)
دلته محمد صلی الله علیه وسلم په خاموشۍ سره دا خبره تأیید کړه چې دا خبرې باید عایشه رضي الله عنها هغې ښځې ته ور وښيي. رسول صلی الله علیه وسلم ان د هغه وخت ځوانو نجونو ته هم ورخت ورکاوه تر څو خپلې پوښتنې مطرح کړي.
انس بن مالک وايي: که یوې مسلمانې ښځې د مدینې د خلکو ترمنځ د رسول صلی الله علیه وسلم لاس نیوه؛ حضرت به خپل لاس تر هغو پورې نه ټولاوه چې ښځې چېرته بېوه او غوښتنه یې ترسره کېده. ( رواه ابن ماجه)
سربېره پر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په فعال ډول د ښځو مشورو ته ارزښت ورکړ، له مهمو لحظاتو څخه چې د اسلام په تاریخ کې د ښځو په سیاسي دخالت باندې دلالت کوي، هغه د داسې کسانو ترمنځ مشارکت و چې په عقبه کې یې ژمنلیک لاسلیک کړ. د عقبې تعهد یو سیاسي تعهد و چې د مدینې د خلکو له خوا وشو چې له رسول صلی الله علیه وسلم سره یې د مصؤونیت، حفاظت او بیعت مسایل تأمینول. دا د اسلامي حکومت په ایجاد کې یو تاریخي پړاو و. دوه ښځې د دوه اویا نارینه وو په منځ کې وې چې په دغه حیاتي توافق کې له محمد صلی الله علیه وسلم سره متعهد شول. د هغوی نومونه وو: نصیبه بنت کعب او اسماء بنت عمرو. دا یوازې یوه نمونه د نورو سیاسي او وفادارۍ له تعهداتو څخه ده چې په هغو کې رسول صلی الله علیه وسلم نه یوازې دا چې له ښځو نه مشوره غوښته؛ بلکې هغوی په فعال ډول ښکېل وو او د داسې خلکو په توگه حسابېږي چې د ځان د تأسیس له پاره یې سیاسي لومړیتوبونه ومنل.
په اسلام کې د ډېرو ښځو تاریخونه او روایتونه باید وکتل شي؛ لکه: رابعه العدویه چې یوه لویه روحاني رهبره وه، فاطمة المروزیه چې د صحیح بخاري د مبارکو احادیثو مهمه حافظه وه، زبیده بنت جعفر د هارون الرشید ښځې به د عباسي خلافت پر مهال بشردوستانه پروژې په عربستان کې د هر زایر له پاره چې له عراق نه مدینې او مکې ته راستنېږي وړاندې کړې، فاطمة الفهریه هغه ښځه ده چې د القرویین تاریخي جومات یې چې اوس د نړۍ له تاریخي تعلیمي بنسټ څخه گڼل کېږي جوړ کړ، لبني القرطبیه هغه څوک چې د اموي درېیم خلیفه عبدالرحمن له خوا یې مقام تر ټولو لوړ و، ځکه پوهه یې تر ټولو زیاته وه. ابن بشکوال اندلسي پوه په لیک، گرامر او شعر کې تر ټولو غوره و، پوهه یې په ریاضیاتو کې ډېره وه. په نورو ساینسي علومو کې یې هم بلدتیا درلوده. په اموي دربار کې بل داسې شخص نه پيدا کېده( د کتاب الصله روایت). نورې قاضیانې او عالمانې؛ لکه د امام مالک لور فاطمه، فاطمه الشارات په اندلس کې، فاطمه السمرقندیه، او زرگونه داسې نورې د یادونې وړ دي، ان کولی شو له سیاسي رهبرانو هم یادونه وکړو؛ لکه مملوک شجر الدر، سیده الحره، ماه پیکر سلطان او حرم سلطان د عثمانیانو، راضیه سلطان د دهلي سلطنت او زرگونه داسې نور شخصیتونه. د دوی یادونه یوازې د دې له پاره کېږي چې خدمات یې له چا نه هېر نه شي او یادونه یې وشي. تاریخ دغسې د افغانستان له مهمو او مشهورو ښځو څخه هم متأثر دی. گوهر شادبیگم یوه سیاسي ښځه وه، چې د تیموریانو په دوره په ۱۵ مه پېړۍ ې یې ژوند کاوه. نوموړې د امپراتور شاهرخ مېرمن وه. سربېره پر دې چې ملکه وه یوه وزیره او د هنر او ادب خادمه هم وه. هغه د هېواد یوه نوموتې سیاستواله وه چې په هرات کې تېره شوې ده او اوس یې هم قبر هلته دی. نوموړې د افغانستان د تاریخي او نوموتو ښځو یوه نمونه ده. په دغو ښځو کې زیاتره یې په اسلامي قلمرو کې د تعلیمي بنسټونو د جوړېدو په هڅه کې وې. زیاتره داسې بنسټونه لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. پر دې سربېره زرگونه ښځې او نجونې له شرعیاتو او اسلامي علومو نه د فراغت اسناد په لاس کې لري.
نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې تعلیم او زده کړه یوازې تر نارینه وو او هلکانو پورې محدودول په داسې حال کې چې ښځې او نجونې دې ترې محرومې شي له اسلامي علومو، قرآني فرمانونو او نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو سره په ښکاره ډول ټکر کې واقع دي.
ډېرې ټولنې نن ویاړې چې ښځې په ټولو برخو (تعلیمي، دولتي، سیاسي او اجتماعي) کې فعال گډون لري
په اسلامي هېوادونو کې هم وینو چې په دولتي او اکادمیکو ساحو کې د نارینه وو پر ځای ښځينه زیاتې دي. دغه راز د نورو ستونزو ترڅنگ له ښځو سره ناوړه چلند، د دیني فهم په نامه ناوړه فرهنگي محدودیتونه چې د ښځو حقوق راکموي، کورنی تاوتریخوالی، د زده کړې حق، او نور ډېر داسې موضوعات دي چې مسلمانې ټولنې باید د هغو د له منځه وړلو په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.
باید چې چاپېریال دېته تیار وي چې نیوکې، انتقادونه او شکایتونه ومني. له ښځو سره ، له لوړ پوړو دولتي چارواکو او سیاستوالو سره، له متخصصو او پوهانو سره خبرې او مباحثې باید په هرې اسلامي ټولنې کې یو اصل وي چې د ښځو د اړتیاوو په مقابل کې وجود ولري.
د ښځو د زده کړې له پاره د اسلام امر، د ښځو لومړنی حق دی چې باید وضعه شي.
شریعت او هغو مواردو ته په کتو چې تر اوسه یې یادونه وشوه، موږ د افغانستان له اسلامي امارت نه غواړو،
د ښځو او نجونو تعلیم او تحصیل له ځنډ پرته بېرته پيل کړي.
دا خبره واضح کړي چې کوم لاملونه او عوامل د نجونو د تعلیم مخنیوی کوي، تر څو معلومه شي که ستونزې وي چې ژر حل شي.
اجازه دې ورکړي چې په شرایطو برابرې ښځې د وزارت په ټولو برخو کې د هېواد د ښه والي له پاره په ښکاره ډول گډون وکړي.
اجازه دې ورکړي چې ښځې هم د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغانستان د تعلیمي نصاب د ایجاد په بحث کې ونډه واخلي.
داسې کنفرانسونه دایر کړي چې هلته د متخصص او پوهانو ترمنځ د تعلیمي پراختیا په اړه آزاد بحثونه وشي.
د لرې پرتو سیمو له پاره دې د سواد آموزۍ او لازمو پروگرامونو ترتیب برابر کړي او د ټولنیزو گټو د جوړولو له پاره دې تعلیمي مرکزونو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانې ټولنې او تعلیم په اړه دې د نړۍ په سطحه د اسلامي تعلیماتو له متخصصینو او پوهانو مشورې ترلاسه کړي.
په دې او دې ته ورته نورو مواردو کې د بحث له پاره باید د علماوو یوه خپلواکه شورا جوړه شي.
د غوره درسي ماډلونو او روشونو د جوړولو او تنظیمولو له پاره باید په نړۍ کې د مسلمانانو د تعلیمي بنسټونو مشورې ترلاسه کړي.
د اسلامي ارزښتونو د تمثیل او په ټولنې کې د هر جنسیت د نقش او ګډون له پاره باید له نورو اسلامي ټولنو، نصابونو، مشهورو تعلیمي برنامو سره لکه قطر، مالیزیا، ترکیه او نورو سره مشوره وشي.
موږ هیله لرو چې یاده موضوع په جدي ډول تعقیب شي؛ ځکه چې په میلیونونه پیسې د ښځو په تعلیم باندې مصرف شوي چې د افغانستان اوسنی دولت کولی شي پرې سرمایه گذاري وکړي. فساد، ناسم مدیریت او د ارزښتونو سپکاوی په تېر کې چې څه شوي وو، هغه اوس سمېدای شي؛ پرته له دې چې نننۍ غوښتنې معزولې شي. دولت همدا اوس باید یو کار وکړي.
د نړۍ هېوادونه، په ځانگړي ډول اسلامي او گاونډي هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه زیان اړوونکي سیاستونه چې په ترڅ کې یې د دولت شتمنۍ کنگل شوي دي د دولت د ظرفیتونو مخنیوی کوي چې بیا خدمت ورته ستونزمن کېدای شي. نړۍوال ټولنه باید له افغانې ټولنې څخه په هر شکل چې وي (اقتصادي / سیاسي) ملاتړ وکړي.
دیپلوماسی دغه اوس واضحه شوې ده چې تحریمونه د گټې پر ځای تاوان ډېر کوي. .برعکس هغه چې افغانانو ته زیان و نه رسوي هغه ښوونه او رزونه ده. . دا به ډېره ښه نتیجه ولري د دې پر ځای چې د تحریمونو د وضعه کولو له لارې هغه ټولنه زیاتمنه او متضرره شي. باید له سیاست نه بیخي جلا او په خپلواک ډول تمویل شي. ټول خنډونه باید لرې شي او ټولې هغه لارې چې له تعلیمي چوکاټ او جوړښت سره مرسته کولی شي په افغانستان کې د افغانو نجونو او ښځو د راتلونکي له پاره باید ملاتړ ترې وشي.
موږ بیا هم د افغانستان دولت رهبرۍ ته ور یادوو چې کوم زیان چې د نورو له خوا راجع شوی دی د افغانستان د دولت رهبري له مسؤولیت او مکلفیت نه نه شي خلاصولی.
په یوې پایله کې: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «کوښښ وکړئ له ښځو سره مهربان و اوسئ.» (رواه بخاري و مسلم) دغه حدیث شریف باید له ښځو سره د دولت د چلند له پاره یو اساسي اصل شي. «کوښښ وکړئ له ښځو سره مهربان و اوسئ» یو مستقیم هدایت دی چې تر څو د ښځو په اړه مهم موارد، فرصتونه، د دولتي چاوراکو چلند او ان ښځینه پولیس هم تر غور لاندې ونیول شي. د ښځو په اړه پالیسۍ باید د مهربانۍ له مخې وضعه شي؛ تر څو نړۍ ته یو مثال وگرځي، داسې نه چې نړۍ او مسلمانان ورسره مخالف وي.
ان تر دې چې رسول صلی الله علیه وسلم اشاره کوي، چې ښه ټولنه هغه ده، په کومه کې چې خلک یې له خپلو ښځو سره نېک او ښه چلن کوي. «په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلې مېرمنې سره ښه وکړي» (رواه ابن ماجه، ابن حبان او حاکم). ښه والی د یوې ښځې له پاره له کورنۍ څخه پيلېږي بیا حکومت او بیا د یوه ملت سیاست او ملت او بلاخره په نړۍواله کچه دوام مومي. افغانستان د دغه حدیث په اجرا کې مهم رول باید ولري او د یوه پرنسیپ او په حکومتولۍ کې د اصل په سترگه ورته وگوري او د ښځو اړوند سیاستونه دې پر همدې معیار جوړ کړي.
موږ دعا کوو چې الله تعالی دې ټول مسلمان رهبران په نېکې هدایت کړي او توفیق ورکړي تر څو ښځو ته خدمت وکړي او خپل مکلفیت د هغه امانت په مقابل کې ادا کړي چې د اجرا مسؤولیت یې لري. دعا کوو چې الله تعالی دې نړۍ او افغانستان هم له بهره او هم له داخله د ظلم په مقابل کې وساتي.
موږ د مسلمانانو له نړۍوالې ټولنې، په ځانگړي ډول علماء کرامو او سیاسي رهبرانو څخه غوښتنه کوو چې د ښځو د تعلیم په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړي. او پر دغه اسلامي حمایت باندې لاسلیک وکړي.
د دغې بیانیې لاسلیکوونکي په دوامداره بڼه تمدیدېږي — — — — — که غواړئ په دغې بیانیه کې لاسلیک وکړئ دغه فورم بشپړ کړئ
شیخ حسیب يونس سید محمد المدني الأفغاني — د موسسه التراث الاسلامی بنسټگر او رئیس
فاطمه جیلانى — د افغانستان د هلال احمر مدیره او د هیأت غړې
دكتور شيخ عمر سلميان — د اسلامي څېړنو د انستیتوت بنسټ ایښودونکی او رئیس. د اسلامي مطالعاتو پروفیسور او د جنوبي میتودیسټ پوهنتون د اخلاقي مرکز د بورډ غړی
دوکتور شیخه تماره گری — اجرايي مدیر
Rabata
د شمالي امریکا د فقهې شورا غړی ، په رباط رباطه انستیتوت کې د دینې علومو استاد، همدارنگه د د امریکا د اسلامي مدرسې غړی
او د د توین سيتيز متحده دیني مدرسې غړی
شیخ مصطفی عمر ندوی — د شمالي امریکا د فقهي شورا اجرايي غړی، د کاليفورنيا اسلامي پوهنتون بنسټگر او رئیس، د اورنج ولسوالۍ د اسلامي انستیتوت د تعلیم او پراختیا رئیس
شیخه مسلمه پیرمول — د مجلس په مرکز کې اجراییوي رییس
شیخ جمال دیوان — د مجلس د مرکز او افغ روښان مکتب د تدریسي بورډ غړی
ډاکټر شیخ یاسر قاضي — د امریکا د اسلامي ښوونځي د علمي چارو مشر او د ختیځ پلانو اسلامي مرکز استاد
شیخ صهیب ویب — د شمالي امریکا د فقهې د شورا غړی او د ډي سي سنټر استاد
دكتور زهره فايزي —د هارورډ فراغت ښوونځي کې د میساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ استاد او پوسټ دوکتورل څیړونکی
شیخه زينب انصاری — د تيسير مدرسه کې څېړونکې
مريم وردك — بنسټگره
هارون رحیمی — د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د استاد مرستیال
مسکا دستگیر — د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د سیاسي علومو او عامه پالیسیو استاد
مسعوده سلطان — یو له بنسټگرانو څخه
.All in Peace
محسن امین —افغان څیړونکی او شننونکی